
پېنډۍ 29 اپرېل (اے پي پي) پاك پوځ په پاکستان كښې د هند د ترهګرۍ بشپړه ثبوت نړۍ ته وراندې كړې دي٬ هند د خپل پوځ د لارې په پاكستان كښې په شوې ترهګرۍ كښې نېغ په نېغه ملوث دے٬ د هندي پوځ افسر ميجر سنديپ ورما، صوبيدار سکھويندر، حوالدار اميت او يو عسكر د ترهګرو آن لائن تربيه او دوي ته فنډنګ كوي دا خبرې او چيټ نيولې شوے دے، نيولې شوې ترهګرو هم اعتراف كړے دے۔ د ګل په ورځ د آئي اېس پي آر ډائريکټر جنرل ليفټيننټ جنرال احمد شريف چوهدري ووئيل چې چې د پهلګام پېښې 7 ورځې وشوې خو تر اوسه د تور لګولو يو ثبوت نه دې وړاندې كړې شوې، اووه ورځې وشوې او هلته يوازې خبرې كېږي٬ مونږ تاسو ته د هند د رياستي ترهګرۍ بشپړه ثبوت وړاندې كوٶ۔ ده ووئيل هند خپله رياستي ترهګري كوي٬ په 25م اپرېل د هند تربيه لرونكي ترهګر عبدالمجيد جهلم سره نزدې په بس اډه كښې نيولې شوې٬ ده څخه 2.5 كلوګرام بم هم برامد شوې٬ د ھغه د كور څخه د انډين ساخت ډرون او لس لكه روپۍ برامد شوې٬ د دې ترهګر هينډلر د هند يو پوځي دے، د دغه هينډلر نيولي شوي ترهګر سره خبرې هم رامخې ته شوې دي٬ د ترهګر د موبائل فون د لارې هند سره خبرې هم نيولې شوې دي٬ د ده کميونيکيشن هند كښې صوبيدار سکھويندر سره ٶ٬ په دې کميونيکشن كښې څلور هندي پوځي افسرانو نشاندهي شوې ده٬ چې پكښې يو ميجر سنديپ ورما،صوبيدار سکھويندر، حوالدار اميت او يو عسكر شامل دے، هندي هينډلر دې ترهګر ته وائي چې په پاکستان كښې د وګړو مړي پكار دي٬ پاكستان كښې كاروائي وكړئ دغسې چې نړۍ ته ووئيل شي چې پاكستان كښې ترهګري ده، هندي هينډلرز ترهګرو ته د بم جوړولو طريقو پشمول وېډيو لېږي۔ ده ووئيل په کميونيکيشن كښې ميجر سنديپ اعتراف كړے دے چې ھغه د بلوچستان نه تر لاهور ترهګري كوي٬ په 24 ستمبر سکھويندر په برناله بھمبر كښې د مائن نشاندهي كړې٬ ترهګر عبدالمجيد برناله بھمبر څخه مائن ترلاسه كړي٬ په دريالسم اکتوبر ترهګر په ضلع باغ كښې په پوځي ګاډي بمي بريد كړې٬ چې پكښې دپاك پوځ درې ځوانان ژوبل شوي٬ دې بريد لپاره ترهګر ته هندي هينډلر يو لك 80 زره روپۍ وركړې۔ ډي جي آئي ايس پي آر ووئيل په 22 نومبر سکھويندر بم ترلاسه كولو لپاره مجيد ته د هيډ مراله سره نزدې ځائ په ګوته كړٶ٬ ترهګر ھغه ځائ څخه تباه شوې ډرون او آئي اي ډي ترلاسه كړل، په 30م نومبر عبدالمجيد په جلالپور جټاں كښې د آئي اي ډي پوځي ګاډي سره نصب كړل چې په سبب ئې څلور ځوانان ژوبل شول٬ ترهګر په ټاسك ترسره كېدو 6 لكه 56 زره روپۍ ترلاسه كړې۔ ده ووئيل ميجر سکھويندر په 18م مارچ کوټلي سره نزدې د آئي اي ډي لوکيشن په ګوته كړو٬ په 19م مارچ كوټلي سره نزدې دا مشكوك بېګ د سكول ماشومانو په ګوته كړو او د آرمي يونټ دغه بېګ برامد كړو٬ کوټلي كښې د بم په برآمدګۍ هندي ميډيا په مقبوضه كشمير كحې د پنځه بمونو د برامد كولو ناسمه پروپېګنډا وكړه٬ په 22م اپرېل كال 2025 سکھويندر نداله سره نزدې د آئي اي ډي ډيليوري وكړه، په 23 اپرېل سکھويندر ترهګرو ته په بس اډه د بريد كولو ټاسك وركړو۔ ډي جي آئي ايس پي آر ووئيل هند پاكستان كښې وګړي او په پوځ بريدونو لپاره ترهګرو ته باردو هم وركوي٬ دا آئي اي ډي د ډرون د لارې لېږلې كېږي٬ دا د هندي ترهګرې صرف يو ثبوت دے۔