د نائب وزيراعظم اسحاق ډار د بحرين خارجه وزير ډاكټر عبداللطيف بن راشد الزياني سره ټېليفوني تماس

اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيراعظم اسحاق ډار د نهې په ورځ د بحرين خارجه وزير ډاكټر عبداللطيف بن راشد الزياني سره ټېليفوني تماس نيولې۔ د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم خپل بحريني همڅنګ د رامخې ته شوې سيمه ايز صورتحال په اړه خبر كړو كوم كښې چې د هند بې بنسټه پروپیګنډې او د پاكستان په ضد يو اړخيزه كاروائي شامل ده چې ورسره سيمه ايز استحكام خطر سره مخ شوے دے۔ ۔ده منطقه او دې څخه بهر د امن او ثبات ملاتړ روان ساتلو د خپلو قومي ګټو تحفظ لپاره د پاكستان د پوخ عزم پخلې وكړو۔دواړو لارښودو د پاكستان او بحرين ترمينځه د اوږدې مودې٬ورورولۍ اړيكو پخلې هم وكړو او په بېلو څانګو كښې د دې د لا مستحكمولو په تګلارو يۍ د خيالاتو څرګندونه وكړه