چين – په يو هوټل كښې د اور لګيدو پيښه ٬ 22 كسان مړه

بيجنګ 29 اپرېل (اے پي پي)قطبي ختيز چين كښې په يو هوټل كښې د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې 22 كسان مړه شوي۔ د شنهوا نيوز له مخې اور د نهې په شپه د قطبي ختيز ليوننګ صوبې په ليوننګ ښار كښې په دوهم منزل كښې لګيدلې ؤ كوم چې په تندۍ سره خپور شو۔ د اور لګېدو په نتيجه كښې 22 كسان مړه او 3 ژوبل شوي۔په اور د دوه ساعت هڅو نه پس قابو وموندلے شو ٬ اوس د اور د لګېدو محركاتو جاج اخستلې كيږي