نوابزاده جمال رئيساني سره قبائلي مشرانو وليدل

کوئټه 29 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ مركزي لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده جمال خان رئيساني سره قبائيلي مشرانو سردار شميم بړېچ، مير مبين احمد جتك، ملك ولي وردګ، او ثناء شاهواني ليدلي۔ په سراوان هاؤس کوئټه كښې د ملاقات په مهال په سياسي صورتحال او په حلقه كښې په فلاحي كارونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع نوابزاده جمال خان رئيساني د حلقې ځايي اولس سره هم وليدل او د دوي مسئلې ئې واورېدلې او د ھغې د حل كولو ئې باور وركړو۔