د چين د داروګانو او طبي آلاتو جوړٶنكې كمپنۍ دې په پاکستان كښې پيداواري يونټس ولګوي: د روعتيا وزير مصطفیٰ کمال

اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال په چين كښې د انټرنيشنل ميډيکل اينډ انووېشن سنټر په کنونشن كښې د پاکستان نمائندګي كولو سره د چين د داروګانو او طبي آلاتو جوړٶنكې كمپنو ته په پاکستان كښې د پيداواري يونټس لګولو بلنه وركړې ده۔ ده ووئيل چې پاکستان كښې د سرمايه كارۍ بلها موقعې موجود دي او حكومت غېر ملكي سرمايه كارو ته هر ډول ممكنه سهولتونه وركوي۔ په کنونشن كښې د چين اعلیٰ قيادت، د شنګھائي مرستې تنظيم سيکرټري جنرل، د بيلاروس نائب وزير اعظم، د غړو هېوادونو د روغتيا وزيرانو او طبي پوهانو ګډون وكړو۔ په دې موقع د پرانستې دستورې نه وروسته استازو په طبي آلاتو او عصري ټيکنالوجۍ د آډانه نندارتون دوره هم وكړه۔