حج پروازونه پيل شول٬ اسلام آباد، لاهور او کوئټه څخه نيغ په نيغه حج پروازونه٬ اسلام آباد څخه حج كوٶنكي د مذهبي چارو وفاقي وزير٬ سعودي سفير او د پي آئي اے سي اي او رخصت كړل

اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) قامي فضائي کمپنۍ (پي آئے اے) د حج آپرېشن وړومبے پرواز پي کے 713 اسلام آباد څخه 442 حج كوونكو سره سهار وختي په 4:45 مدينې ته روان شو۔ حج كوٶنكي د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف، پاکستان كښې د سعودي سفير نواف المالکي او د پي آئي اے چيف ايګزيکټيو آفيسر ائير وائس مرشل عامر حيات په درناوي رخصت كړل۔ په دې موقع وفاقي وزير په اسلام آباد ائيرپورټ د امېګرېشن د عمل جاج واغست۔ ده ته د روډ ټو مکه امېګرېشن پروسېس په اړه بريفنګ هم وركړے شو۔ دغسې كوئټه څخه وړومبے پرواز پي کے 7201 سهار په 10 بجے 170 حاجيانو سره روان شوے۔ د دې نه ځانله لاهور څخه هم د حج وړومبې پرواز پي کے 747 د شپې 323 حاجيانو سره مدينې لپاره روان شوې۔ د يادونې وړ ده چې پي آئي اے به نزدې 35200 سرکاري عازمين د 117 نه د زيات خاص پروازونو د لارې حجاز مقدس ته رسوي