د ډي اېس پي سيد مرجان او ايس ايچ او سبطين ګاډو ته نزدے چاؤدنه ، پولیس افسران او اهلکار محفوظ

ډېرہ اسماعیل خان۔ 29 اپرېل (اے پی پی) په تحصیل درابن كښې کلاچی موړ ته نزدې د ډی اېس پی سید مرجان او ایس ایچ او سبطین ګاډو ته نزدې د آئی ای ډی چاؤدنې پېښه رامخې ته شوه په كومه كښې چې پوليس افسران او اهلكار محفوظ ٬ د ګاډو شيشې ماتې شوې۔ په درابن سيمه كښې ډی اېس پی سید مرجان او اېس اېچ او سبطین پولیس نفری او بکتر بند ګاډي سره روان ؤ۔ په دې مهال كلاچي موړ ته نزدې آئی ای ډی چاؤدنه وشوه۔ د چاؤدنې په نتيجه كښې د ډي اېس پي د ګاډي شيشې ماتې شوې او د ډي اېس پي او اېس اېچ او په شمول ټوله پوليس نفري محفوظ پاتې شوه۔ د پېښې اطلاع په ترلاسه كېدو پوليس او امنيتي ځواكونو موقعې ته ورسېدل او سيمه كښې يۍ د پلټنيو عمليات پېل كړل