
كوئټه 29اپرېل (اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي په خاص هدايت نوشكي كښې د تېلو په ټانكر د اور لګېدو پېښه كښې زيات سوزېدلي 24 كسان د سي 130 الوتكې د لارې كراچۍ ته ورسولې شوو۔ دا خبره د وزيراعلٰی سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان كښې شوې۔ په دې موقع د ډپټي كمشنر حب نثار احمد لانګو په نګرانۍ كښېې 17 رنځوران لياقت نېشنل روغتون كښې داخل كړې شول او ايډېشنل ډپټي كمشنر حب علي رضا كهوسه 6 ژوبل شوي پټېل روغتون ته منتقل كړل۔