ملګري ملتونه 29اپرېل (اے پي پي) پاكستان د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل زور راوړے دے چې په نړيواله كچه د كډوالۍ مسئلې ختمولو لپاره دې شخړې هوارې كړې شي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد 15 كسيزه كونسل ته د دې بحران په اړه بريفنګ كښې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې د نوې شخړو مخ نيوي او په نړيواله كچه د كډوالۍ د بحران مخ نيوي لپاره د نړيوال قانون له مخې د شخړو تصفيې ته وده وركولو له پرېكنده كاروائي وكړي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې يو بنيادي نظرثانۍ ته فوري اړتيا ده۔ ده ووئيل چې په ټوله نړۍ كښې 120 ملين كسان بې كوره شوي او د بې كوره شويو كسانو دا تناسب تباه كن دے۔ده ووئيل چې جبري كډوالي په ښكاره توګه رد كول پكار دي۔ په خپل ريماركس كښې پاكستاني استازي د يو برابر بوج او د ذمه وارۍ د اشتراك اصول عملي كولو په ضرورت زور راوړو د كوم له مخې چې د كډوالو كوربتوب كوؤنكو هېوادونو سره د ګرانټس د لارې مرسته وكړې شي۔ ده ووئيل چې مونږ پرمختللي هېوادونو څخه غوښتنه كوو چې هغه ټاكلې كوټې سره د اوږدې مودې آباد كارۍ پروژې جوړې كړي۔ ده نوټ كړه چې پاكستان د خواخوږۍ او مېلمه پالنې د وياړ وړ روايت په ځاې ساتلے دے او د لكهونو په شمېر افغانانو كوربتوب يۍ كړې دې۔ ده ووئيل د معاشي او سيكورټي چېلنجونو باوجود پاكستان په درېم هېواد كښې د افغان وګړو آبادولو كښې مرسته او د لكھونو په شمېر افغانانو ته سر پټولو له ځاې وركړې دې۔ ده ووئيل چې فلسطين٬سوريه٬يمن او د منطقې نورو سيمو څخه د بې كوره شويو لكهونو په شمېر كسانو په باوقار ډول خپلو سيمو ته ستنېدو لپاره په زړه پورې چاپېريال ته سترګې په لاره يوو۔ پاكستاني استازي ووئيل چې په سوډان كښې روانې شخړې د هېواد دننه او دې څخه بهر د لكهونو په شمېر كسان بې كوره كړي دي۔ تشدد ختمو او په بشري بنيادونو د مرستې رسول باوري كولو له هڅو ته اړتيا ده۔ سفير عاصم ووئيل پرمختګ كوؤنكي هېوادونه د نړۍ د 85 فيصد كډوالو كوربتوب كوي۔ زياتره پرمختللې هېوادونه د كډوالو ځايې كموي٬ امېګرېشن پالېسۍ لا ګرانوي۔