قازقستان سره د تجارت ٬ معيشت ٬ كلتور او سيلګرۍ په شمول په بيلو څانګو كښې مرستې ته وده وركول غواړؤ: وفاقي وزير احد خان چيمه

اسلام آباد۔29 اپرېل(اے پی پی) وفاقی وزیر احد خان چیمه وئيلي دي چې پاكستان او قازقستان يو بل سره ژورې كلتوري ٬ تاريخي او روحانې اړيكې لري٬ پاكستان قازقستان سره د تجارت ٬ معيشت ٬ كلتور او سېلګرۍ په شمول بېلو څانګو كښې مرستې ته وده وركول غواړي۔ ده دا خبره د نهې په ورځ د پاكستان او قازقستان بېن الحكومتي كمېشن غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه سفارتي اړيكې كال 1992 كښې د قازقستان له آزادۍ څخه وروستو پېل شوې۔ د مشترکه بېن الحکومتی کمېشن لاندې دواړو هېوادونو د تجارت ٬ سيمه ايزو رابطو ٬ توان ٬ كركيلې او سماجي پرمختګ په شمول په بېلو څانګو كښې فعاله همكاري كړې ده۔ ده ووئيل په دسمبر 2023 كښې 12 مې غونډې څخه وروستو د دواړو هېوادونو ترمينځه معاشي اړيكې پرله پسې ښه شوي دي۔ ده ووئيل زمونږ دوه اړخيزه تجارتي حجم اوس هم زمونږ ټاكلي هدف څخه يو ارب ډالر كم دے۔ ده ووئيل ددې باوجود مونږ په هغه مثبت اقداماتو خوشحاله يوو كوم چې تجارتي اړيكو ته وده وركولو له پورته كړې شوي دي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې سبا په كراچۍ كښې د بزنس ټو بزنس فورم تابيا كېدل د ستائنې وړ دے په كوم كښې چې قازق كمپنۍ هم ګډون كوي۔ وفاقی وزیر ووئيل 13م بېن الحکومتی غونډه كښې پورته كړې شوې استراتيجيكي اقدامات هم ډېر مهم دي۔ ده ووئيل د تجارتی او اقتصادي مرستې روډ مېپ او الېكټرانك تجارت سره په اړوند مفاهمتي يادښت لاسليك دوه مهم اقدامات دي چې ورسره به د تجارت آسان جوړولو ٬ ډيجيټل كامرس ته د ودې وركولو او د پراخا اقتصادي همكارۍ لاره هواره شي۔ ده ووئيل هيله ده چې ټرانزټ ټرېډ لوظنامه به هم زر بشپړ شي او دا به هم لاس ليك شي۔ ده ووئيل په دې وروستيو كښې د قازقستان د اعلی كچې پوهانو يو پلاوي د ګوادر او كراچۍ بندر ځايونو دوره وكړه او دا يو خوشبين اقدام دے۔ ده ووئيل د پاكستان او قازقستان تاريخي اړيكې په بشپړه مشتركه ورثه او دوه اړخيزه احترام اډانه دي۔ مونږ كلتوري مرستې ته د ودې وركولو هڅو هركلې كوو۔ ده ووئيل سېلګرۍ ته وده وركول د پاكستاني حكومت ترجيح ده۔ زمونږ هېواد قدرتي حسن لري او قازق سېلګرو ته هركلې وايوو۔ ده ووئيل مشترکه بېن الحکومتی کمېشن غونډه ددې خبرې ثبوت دے چې دواړه هېوادونه همكاري لا زياتول غواړي۔ ده ووئيل دا لوظنامه اګركه د يو سنګ ميل حېثيت لري خو اصل كار به اوس پېل كول وي۔ ده ووئيل مونږ له به په ګډه دا اقدامات عملي كول وي دغسې چې زمونږ مقاصد حقيقت كښې بدل شي۔