بيجنګ 29 اپرېل (اے پي پي) چين وئيلي دي چې كه امريکا د ټېرف پحقله مسئلې د خبرو اترو د لارې حل كول غواړي نو دوي له خپلې دړكې او فشار بندول پكار دي۔ د شنهوا له مخې دا خبره د چين د خارجه وزارت وياند ګو جياکون چين سره د ټېرف په معامله د امريكا د خزانې وزير سکاټ بيسنټ د تبصرو په ځواب كښې د نهې په ورځ د معمول پرېس كنفرنس په مهال كړې۔ د چين وياند ووئيل د ټېرف جنګ امريكا پېل كړے ٶ٬ امريكا له د برابرۍ٬ احترام او د شريكې ګټې په بنياد خبرې اترې كول پكار دي۔ د ميډيا رپورټس له مخې د امريکې د خزانې وزير سکاټ بيسنټ د ګل په ورځ وئيلي ٶ چې مونږ باور لرؤ چې دا چين سره اړه لري چې ھغوي تاٶ تريخوالې كم كړي ځكه چې ھغوي په مونږ د دې نه پنځه چنده زيات خرڅوي څومره چې مونږ په چين خرڅوٶ۔