بماکو ۔29 اپرېل(اے پی پی) په مالي كښې د پوځي كارروايۍ په مهال 21 ترهګر ووژلې شوو۔ د شنهوا له مخې د مالي پوځ اعلان كړے چې د مالي په سيبابوګو سيمه كښې د آپرېشن په مهال 21 ترھګر وژلي شوي دي۔ پوځ خپل بيان كښې وئيلي چې سيبابوګو كښې د ترهګرو پټ ځايونه د فضائي بريدونو د لارې په نخښه كړې شوي۔ پوځ دا هم وئيلي چې د كارروايۍ په مهال ترهګرو څخه وسلې ٬ ګوله بارود ٬ ګاډي او مواصلاتي آلات برآمد شوي دي۔ په بيان كښې وئيلې شوي چې د ژوبل او موقعې څخه د تېښته كوؤنكو درك لګولو له پلټنې روانې دي۔