
اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ د هند لخوا د پاکستاني ټي وي چينلز او د يو شمېر خبريالانو او اېنكر پرسنز د يوټيوب چينلز په هند كښې د بندولو په اقدام وفاقي وزير عطاء تارړ د هېواد ميډيا ادارو٬ خبريالانو او اېنكر پرسنز سره ټېلي فوني تماس نيولې او د قامي بيانيه په موثره دفاع او د هند د پروپېنګډے په ضد د پاکستان موقف نړۍ ته په مدلل ډول په وړاندې كولو دوي ته پېرزوئنې وړاندې۔ ده ووئيل چې د هند حكومت خپله شرمندګي او ويره پټولو لپاره د پاکستان په چينلز بندېزونه لګولي خو دې اقداماتو څخه حقائقو نشي پټېدې او نه د پاكستان موقف نړۍ څخه پټولې كېدې شي۔ عطاء تارړ ووئيل د هند بيانيه په نړيواله كچه په بشپړه توګه ناكامه شوې او د پاكستان ميډيا په موجوده صورتحال كښې د وظيفائي پوهې٬ ذمه وارۍ او حب الوطنۍ څرګندونه كولو سره مثالي كردار لوبولې۔ ده ووئيل د پاكستان ميډيا د هند د پروپېګنډے موثره ځواب وركړې او په نړيواله كچه ئې د پاكستان موقف په واضح ډول وړاندې كړې په دې دوي د پېرزوئنو حق لري۔ وفاقي وزير ووئيل د پاكستان حكومت به د ميډيا د دې ادارو او خبريالانو بشپړه ملاتړ جاري ساتي او د قامي وقار لوړ ساتلو او بيانيې ته وده وركولو له خپل كردار لوبوي۔ ده ووئيل حكومت به د هر ھغه غږ ډاډګيرنه كوي كوم چې د هېواد سالميت٬ وقار او د قامي بيانيې په ترويج كښې معاون وي۔ عطاء تارړ زور راوړو چې د هند حكومت د پاكستان په ټي وي چېلنز او د يوټيوب په پليټ فارمز بندېز كولو سره د صحافت د نړيوالو قانون سخته خلاف ورزي كړې ده۔ ده ووئيل حكومت به دا معامله په اړوند نړيوال فورمز هم پورته كوي دغسې چې نړۍ د هند د بنديزونو نه خبر كړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستانۍ ميډيا د حالاتو نزاکت له مخې قامي بيانيې ته ترجيح وركړې او ډېر متوازن او د ذمه وار رپورټنګ ئې مثال جوړ كړې۔ ده ووئيل د پاکستان خبريالانو او اينکر پرسنز وظيفائي ديانتدارۍ سره خپله ذمه واري ترسره كړې٬ د دوي خدمات به په زرينو ټكو ليكلے شي۔