د غېر ملكي سرمايه كاري دوه ورځنې ډيجيټل فورم به د نهې په ورځ پېل كېږي۔ شزه فاطمه خواجه

اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) نېغ په نېغه غېر ملكي سرمايه كاري دوه ورځنې ډيجيټل فورم به د نهې په ورځ پېل كېږي چې پكښې به د 45 هېوادونو پلاوي ګډون كوي۔ د ګل په ورځ د بريفنګ په مهال د آئي ټي او ټېلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه ووئيل د 40 نه زياتې كمپنۍ او سټارټ اپ به د خپلو مصنوعات نمائش كوي او د 35 نه زيات وزيران او د بېلا بېلو هېوادونو حكومتي پلاوي به هم په دوه ورځني ډيجيټل فورم كښې ګډون كوي۔ دې ووئيل چې په دستوره كښې به د 30 زيات نړيوال مقررين او د آئي ټي د نوموړو كمپنو د 50 نه زيات سي اي اوز ګډون كوي