
اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي)د پاكستان او جمهوريه چيك ترمينځه د ګډ كمېشن لومړۍ غونډه د اقتصادي چارو وزارت سپېشل سېكرټري حمير كريم او جمهوريه چيك د صنعت او تجارت وزارت ډائرېكټر جنرل ډيوډ ملر په مشرۍ كښې د ګل په ورځ وشوه۔ په غونډه كښې د دواړو هېوادونو لخوا مهم پروټوكولز لاس ليك كړې شول او په بيلو څانګو كښې د مرستې زياتولو جاج واخستلے شو۔د يادونې وړ ده چې په جولائي 2023 كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي مرسته زياتولو له يوه لوظنامه شوې وه د كومې لاندې چې د مشتركه كمېشن دا لومړۍ غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د دواړو لخوا د تجارت او سرمايه كارۍ ٬ روغتيا او آئي ټي په شمول په نورو څانګو كښې د شريك وركنګ ګروپس جوړولو په اړه تفصيلي خبرې وشوې۔ د دې نه علاوه د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه سرمايه كارۍ لوظ نامه عصري غوښتنو سره په سمولو اتفاق وكړے شو۔ دواړو د توان په څانګو كښې د مرستې په زياتولو خبره وكړه۔ د پاكستان لخوا د لېبر او افرادي قوت په څانګه كښې د يو مفاهمتي يادښت وړاندېز وركړے شو چې له مخې به يۍ بهر هېوادونو ته تللو څخه وړاندې به لېبر ته مهارت لا ښه كولو له پېشه وره تربيه وركولې شي۔ د جمهوريه چيك چارواكو د دې وړاندېز هركلي كولو سره ووئيل د دواړه هېوادونو اړوند چارواكو له به په دې نورې خبرې اترې كول وي۔ د دې نه علاوه د انفارمېشن ټېكنالوجۍ(آئي ټي)په څانګه كښې په ډيجيټل معيشت او د سائبر سكيورټي پشمول په نورو چارو د مرستې په زياتولو هم اتفاق وشو۔ د دې نه علاوه د ټرانسپورټ په نوې كولو ٬ د هوا بازۍ په تربيه او ټرانسپورټ ټېكنالوجيز كښې د مرستې زياتولو پخلې هم وكړے شو۔ د شريك كمېشن غونډې ته خطاب كښې د اقتصادي چارو سپېشل سېكرټري حمير كريم ووئيل چې د جمهوريه چيك صنعتي طاقت او د پاكستان سټرېټجك محل وقوع زيات مهم دے او دواړه هېوادونه يو بل څخه بشپړه ګټه پورته كولې شي۔ د هغه وينا وه چې په دې لړ كښې دوه اړخيزه تجارت زياتولو لپاره د ټيرف او نان ټيرف خنډان كمولو سره سره د نېغ په نېغه لاجسټك چينلز جوړولو ضرورت دے۔ سپيشل سېكرټري چېك سرمايه كارو ته پاكستان كښې خاص اقتصادي زونز كښې د تجديد وړ توان٬زرعي ټېكنالوجي٬انفارمېشن ټېكنالوجي او د مېنو فېكچرنګ په څير څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه۔ د غونډې په اختتام د دواړو لخوا ووئېلې شوو چې چې دا وړومبې شريك كمېشن د پاكستان او جمهوريه چيك ترمينځه د اسټركچرډ ډائيلاګ او عملي مرستې د لارې اقتصادي اړيكې لا ښه كولو كښې يو مهم ګام دے۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه د شريك كمېشن دويمه غونډه به كال 2026 كښې د جمهوريه چيك پايه تخت پراګ كښې كيږي۔