پېښور 28 اپرېل (اے پي پي)د سوئېلي وزيرستان په وانا سيمه كښې د امن كمېټۍ دفتر ته نزدې په چاودنه كښې 7 تنه مړه او 15 ژوبل شوي۔د چاودنې په نتيجه كښې د امن كمېټۍ دفتر په بشپړه توګه تباه شوې۔ د ډپټي كمشنر ناصر خان له مخې دا چاودنه د امن كمېټۍ دفتر سره نزدې شوې چې پكښې قيمتي ځاني زيان شوې۔ ژوبل شوي په سمدستي توګه د وانا هېډكوارټر روغتون ته منتقل كړې شوي۔ د پوليس چارواكو وينا ده چې د چاودنې شدت دومره زيات و چې د امن كمېټۍ دفتر په بشپړه توګه تباه شو۔د افسوس وړ دې پېښې پلټنې روانې دي او قانون نافذ كونكې ادارې د دې چاودنې ذمه وار نيولو لپاره كاروائي كوي۔د وانا ډسټركټ هېډكوارټر لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د سوئېلي وزيرستان وانا بمي چاودنه كښې تر دې دمه د 7 كسانو په حق رسېدو اطلاع ترلاسه شوې ده۔ پوليس وئېلي دي چې د چاودنې نه پس ځينې كسان د ملبې لاندې ګير شوي۔ د مرستې كاركنانو د ملبې لاندې ګېر شوې كسان راويستلو سره روغتون ته منتقل كړي۔ دغسې د خېبرپښتونخوا د روغتيا وزير احتشام علي د چاودنې غندنه كولو سره وئيلي چې تراوسه د 7 كسانو مړي وانا روغتون ته وړلې شوي او روغتون ته 15 ژوبل شوي كسان هم راوستلې شوي٬د هغه وينا وه چې په روغتون كښې ايمرجنسي نافذ كړې شوې۔