د ډيجيټل والټس نظام د لارې 79 فیصد رقوم مستحقينو ته ورسولې شوو: وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد۔28 اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د رمضان ریلیف پېکېج لاندې مستحق وګړو ته د په سپېځلي ډول د شوې ادائيګو ستائنه كولو سره وئيلي دي د ډيجيټل والټس عصري نظام د لارې 79 فیصد رقوم مستحقينو ته ورسولې شوو۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوې بيان له مخې د وزیراعظم رمضان ریلیف پېکېج کامیابۍ او مستحقينو ته د رقوم رسولو كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو ستائنې لپاره يوه خصوصي دستوره په وزيراعظم هاؤس اسلام آباد كښې وشوه په كومه كښې چې وزيراعظم شهباز شريف د خاص مېلما په حېث ګډون وكړو۔ په دستوره كښې ګډون كوؤنكو ته خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل د رمضان ریلیف پېکېج كاميابۍ لپاره د ټولو سټېك هولډرز هڅې د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل د ډیجیټل والټس د لارې رقوم په سپېځلي ډول مستحقينو ته ورسولې شوو۔ د پروګرام لاندې 79 فیصد رقوم په ډيجيتل طرقيه ادا كړې شول۔ ده ووئيل د ډیجیټل والټس د كار دائره به په ګرد هېواد كښې لا پراخا كوو۔ ده ووئيل په راروان كال كښې به د ډیجیټل طریقې د لارې د 100 فیصد فنډز كارول باوري كوو۔ په دستوره كښې د بېنظير انكم سپورټ پروګرام سېكرټري عامر احمد علی د پی اېم رمضان ریلیف پېکېج او ډيجیټل والټس په اړه بشپړ بريفنګ وركړو۔ وزیراعظم د پی اېم رمضان ریلیف پېکېج په عملي كولو كښې مهم كردار ترسره كوؤنكو سركاري او د نجي ادارو افسرانو ته د هغوي د خذماتو په اعتراف كښې اعزازي شيلډز وركړل