بلوچستان بورډ ، د انټرميډيټ كلن امتحانونه به د مئي 2 مې نيټې څخه پيل شي

کوئټه۔ 28 اپرېل(اے پی پی) د بلوچستان بورډ آف انټرمېډېټ اېنډ سېکنډری اېجوکېشن لاندې د ځينو سببونو له امله ځنډولے شوے د اېف اے/اېف اېس سی كلن امتحانونه به اوس د مئي دويمې نېټې څخه پېل كيږي۔ د بلوچستان بورډ چيئرمېن له مخې د زده كوؤنكو ٬ مور پلار او نورو اړوندو فريقو سهولت نظر كښې نيولو سره د امتحانونو نوے شېډول جاري كړے شوے دے چې له مخې به يۍ د انټرمېډېټ كلن امتحانونه 2 مئي څخه پېل شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د بلوچستان بورډ آف انټرمېډېټ اېنډ سېکنډری اېجوکېشن لاندې په ګرده صوبه كښې د اېف اے/اېف اېس سی كلن امتحانونه 22 اپرېل څخه پېل كېدل وو كوم چې د ځينې سببونو دلاسه درې اوونيو لپاره ځنډولې شوې وو