ینګون۔28 اپرېل(اے پی پی) میانمار وئيلي دي چې د 28 مارچ تباهي خپرونكې زلزلې څخه وروستو 157 آفټر شاکس محسوس كړې شوي دي۔ د شنهوا له مخې دا خبره د ميانمار د موسميات او هائيډرالوجي محكمې تېره ورځ په يو بيان كښې وكړه۔ ده ووئيل په 28 مارچ هېواد كښې له راغلې زلزلې وروستو تر دې دمه د مړو شمېره زياتېدو سره 3763 ته رسېدلې۔ د زلزلې په نتيجه كښې 5107 كسان ژوبل شوي او 110 نور وګړي تر دې دمه بې دركه دي۔ د ده وېنا وه چې د زلزلې د لاسه د آفټر شاكس لړۍ تر دې دمه روانه ده د كومو شمېره چې 157 ته رسېدلې ده۔ په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 2.8 څخه تر 7.5 پاتے شو