په هند كښې د ګاډي كوهي ته د پريوتو پيښه – 12 كسان مړه

نوے ډيلے ۔28 اپرېل(اے پی پی) په هند كښې د ګادي كوهي ته د پرېوتو پېښې په نتيجه كښې 12 كسان مړه شوي دي۔ د شنهوا له مخې پولیس اهلکار ميډيا سره خبرو كښې ووئيل د مدھیه پردېش په مندسور سيمه كښې يو ګاډې د موټر سائيكل بچ كولو په مهال ډرائيور څخه بې قابو كېدو سره كوهي ته پرېوتو چې په نتيجه كښې يۍ 12 كسان مړه شول۔ په ګاډي كښې ناست كسان يو مندر ته روان وو۔ بلخوا وزيراعظم نرېندر مودي په پېښه كښې د ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه كولو سره په مړو شوو كښې د هر وګړي كورنۍ له د 200 زره روپو معاوضې اعلان كړے دے