
اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې پاكستان وظيفائي پېښو او د رنځونو مخنيوي او په ټولو څانګو كښې د هر كاركن د خېرښګرې ودې لپاره پخپل عزم كښې نړيوالې ورورولۍ سره شامل دے۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د “کار په ځايونو كښې د حفاظت او صحت” نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل نن چې كله د كار په ځائ كښې د حفاظت او صحت نړيواله ورځ لمانځو٬ پاكستان وظيفائي پېښو او د رنځونو مخنيوي او په ټولو څانګو كښې د هر كاركن د خېرښګرې ودې لپاره پخپل عزم كښې نړيوالې ورورولۍ سره شامل دے۔ ده ووئيل د سږني كال تھيم “صحت او په حفاظت كښې انقلاب: کار كښې د اے آئي او د ډيجيټلائزيشن کردار” مونږ ته د تکنيکي پرمختګ د لارې په سباٶن كښې د رامخې ته كېدونكو موقعو او په ذمه وارو د غور كولو بلنه راكوي۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان پشمول ګرده نړۍ كښې د كار په ځايونو كښې ډيجيټل سسټمز خپلولې كېږي٬ دې لپاره ضروري ده چې مونږ د دې اختراعاتو استعمالولو سره د کارکنانو حفاظت، صحت او عزت باوري كړو۔ ده ووئيل د تکنيکي ترقۍ په سبب مونږ ته بهتر سمارټ او د بھروسه وړ آلات ترلاسه دي كوم چې د خطرو اندازه لګولې شي او د بدلېدونكي ماحول په خپلولو كښې مرستياله ګرځېدے شي۔ ده ووئيل دغه ټيکنالوجيز كوټلې كولو سره مونږ د كار په ځايونو كښې داسې ماحول پېدا كولې شو كوم چې نه يوازې د كار وړ وي بلكې ټولو لپاره په ځانګړې توګه محفوظ او صحت مند هم وي، د پاكستان حکومت د دا ډول فرېم ورك قوي كولو عزم لري كوم چې د كاركنانو حقونه او تحفظ خوندي كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل چې په دې موقع د ټولو شراكتدارو پشمول اجران٬ كاركنان٬ پاليسي ساز او اختراع کارو د اهم كردار ذكر كوم څوك چې په ګډه داسې سباٶن جوړ كړي چرته چې د كار په ځايونو كښې ټيکنالوجي او انساني اقدار يو ځائ وي۔