اولنے حج پرواز به په 29 اپريل اسلام آباد څخه حجاز مقدس ته روانيږي

اسلام آباد۔28اپرېل(اے پی پی) د حج 2025 فلائټ آپريشن لاندې د 393 عازمينو اولنے حج پرواز به په 29 اپريل (سبا) د نهې په ورځ اسلام آباد نړيوال هوائي ډګر څخه حجاز مقدس ته روانيږي۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف او په پاكستان كښې د سعودي عربستان سفير نواف سعيد المالاكي په شمول د وزارت نور اعلی چارواكي به عازمينو ته په مخه ښه وائي۔ د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې د سركاري سكيم لاندې 89 زره څخه زيات عازمين د حج فريضه ادا كوي۔ په مجموعي توګه 50 زره 500 عازمینو ته به د روډ ټو مكه پراجېكټ لاندې په پاكستان كښې د سعودي امېګرېشن آساني ترلاسه وي۔ د روان كال په مهال به اسلام آباد انټرنېشنل ایئرپورټ څخه د روډ ټو مكه لاندې 28 زره او کراچي ایئرپورټ څخه 22 زره 500 عازمین دې سهولت څخه استفاده كولې شي۔ عازمين حجاز مقدس ته رسولو له به اسلام آباد څخه 100 او كراچۍ څخه 80 پروازونه آپرېټ كولې شي۔ دغسې د هېواد نورو ښارونو لاهور، فېصل آباد، پېښور ، کوئټه ، ملتان او سيالكوټ څخه به هم حج پروازونه حجاز مقدس ته روانولې شي۔ حج څخه وړاندې د پرازونو دا لړۍ به تر يوې مياشتې دوام لري۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د حج 2025 فلائټ آپريشن لاندې د 393 عازمينو اولنے حج پرواز به په 29 اپريل (سبا) د نهې په ورځ اسلام آباد نړيوال هوائي ډګر څخه حجاز مقدس ته روانيږي۔