
اسلام آباد 27 اپرېل (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې د پاکستان صلاحیت لرونكي ځوانان په هېواد كښې د کرپټو کرنسۍ په وده كښې اهم كردار لوبولې شي۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې وزيراعظم سره د نړيوال فنانس كمپنۍ ورلډ لبرټي فنانشل شريك چيئرمېن زېك وېټكوف په مشرۍ كښې پلاوي ليدلي۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل چې په هېواد كښې د کرپټو کرنسۍ په ډول د معاشي لېن دېن د متبادل طريقو ترويج لپاره په قوائد او ضوابطو په جوړولو په تندۍ سره كار جاري دے۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان كښې په بېلا بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ زړه راښكونكې موقعې موجود دي٬ پاکستان په نړيواله چې په تندۍ سره د کرپټو کرنسۍ پخپلوونكو معيشتونو كښې يو دے ۔ په دې موقع پلاوي په پاکستان كښې د کرپټو کرنسۍ د څانګې ترويج لپاره په سرمایه کارۍ كښې د خوښۍ څرګندونه وكړه۔ په ملاقات كښې نائب وزیراعظم او خارجه وزیر سینیټر اسحاق ډار، د پوځ سرلښكر جنرال سید عاصم منیر، د دفاع وزير خواجه محمد آصف، د اطلاعاتو وزير عطا تارړ، د اقتصادي چارو وزير احد خان چیمه او اړوند چارواكو ګډون وكړو