
پېنډۍ 27 اپرېل (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د شمالي وزيرستان په حسن خيل سيمه كښې په افغان پوله د خوارجو د لوے ډلې د دراندازۍ هڅه شنډه كولو سره 54 خوارج ترهګر وژلي۔ د اتوار په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې 25/26 او 26/27 اپرېل 2025 په مېنځنۍ شپه د خوارج د لوے ډلې نقل و حرکت مشاهده كړې شو چا چې د پاك افغان پولې د لارې د دراندازۍ هڅه كوله٬ سيکيورټي فورسز د شمالي وزيرستان په ضلع حسن خيل كښې په مؤثر ډول د خوارج د دراندازۍ هڅه ناكامه كولو سره ټول 54 ترهګر ووژل٬ وژلې شوې خوارجو څخه وسله٬ ګوله بارود او چاٶدې دونكې توكې برامد شوے دي۔ د انټيلي جنس رپورټس له مخې د خوارج دا ډله په خاص توګه د بهرنو بادارانو په امر د پاكستان دنننه د هائي پروفائل ترهګرۍ كاروائيو لپاره دراندازۍ هڅه كوله۔ بيان كښې وئيلي شوي دي چې د فتنه الخوارج دا ډول كاروائۍ په داسې وخت كښې كله چې هند په پاکستان بې بنسټه تورونه لګوي څخه په واضح توګه برېښي فتنه الخوارج د چا په اشاره كار كوي٬ دا ډول اقدامات رياست او د دې د وګړو په ضد د غدارۍ مترادف دي٬ د قامي سلامتيا د كمېټۍ په اوسنے غونډه كښې هم په دې خبره زور راوړلې شوې چې د هند ستراتېَژكي مقصدد پاکستان د امنيتي ځواكونو پام د ترهګرۍ په ضد جنګ نه اخوا كول دي دغې سې چې فتنه الخوارج ته د سا اخستو موقع وركړې شي خو چې زمونږ د وسله والو ځواكونو د بشپړه بريدونو په سبب په شا تنبېدلې دي۔ بيان كښې ووئيل شول چې سيکورټي فورسز د غېر معمولي وظيفائي پوهې او د مستعدي مظاهره كولو سره د يوې لوېي پېښه په وخت لاره ونيوله٬ د ترهګرۍ په ضد د جاري كمپائن په مهال په يوه كاروائۍ كښې د امنيتي ځواكونو په سبب تر اوسه د وژلې شوې خوارجو دا زياته شمېره ده٬ د پاکستان امنيتي ځواكونه د هېواد د پولو دفاع او د ترهګرۍ لعنت د خاتمې عزم لري٬ دا ډول د جراتمندانه پرېكنده كاروائۍ زمونږ قامي عزم ته لا دوه وركوي او د دې خبرې غمازي كوي چې پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ ګټي او د ترهګرو په ضد امهمې كاميابۍ ترلاسه كوي