د امن خواهش بايد كمزوري ونه ګڼلے شي٬ د هند د هر ډول بريد به په بشپړه طاقت سره ځواب وركولې شي٬ كه د پاکستان د اوبو د لارې نيولو هڅه وشوه نو دا به د جنګ اقدام ګڼلې شي۔ وفاقي وزير عطاء تارړ

اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي چې د پهلګام په پېښه د پاکستان دريځ واضح دے٬ د امن خواهش بايد كمزوري ونه ګڼلے شي٬ پاكستان د خپل سالميت او خپلواكۍ په دفاع پوهېږي٬ د هر ډول بريد به په بشپړه طاقت سره ځواب وركولې شي٬ هند خپله په رياستي ترهګرۍ كښې ملوث دے٬ چې ناقابل ترديد ثبوت ئې موجود دي، په مقبوضه کشمير كښې د هندي امنيتي ځواكونو د موجودګۍ باوجود د پهلګام پېښه رامخې ته كېدل د شرم وړ خبره ده٬ د پېښې سمدستي وروسته اېف آئي آر درج كول د دې خبرې ثبوت دے چې دا سازش د وړاندې نه تيار كړې شوې ٶ، د پهلګام پيښې په تعقيب د پاکستان د اوبو د بندولو هر ډول هڅه به جنګي اقدام ګڼلے شي۔ د اتوار په ورځ غېر ملكي ميډيا پرسن ته د پهلګام په پېښه بريفنګ وركولو سره وفاقي وزير ووئيل د پهلګام په پېښه د پاکستان موقف واضح دے۔ ده ووئيل پاكستان خپله ترهګرۍ سره زيات ځپلې هېواد دے، پاكستان د ترهګرۍ د فرنټ لائن هېواد دے٬ يو هېواد هم تر اوسه د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې 90 زره قربانۍ نه دي وركړې۔ ده ووئيل پاکستان د ترهګرۍ په ضد د جنګ زيان سره مخ دے٬ زمونږ وسله والو ځواكونو، قانون نافذ كوونكو ادارو، پوليس، رينجرز، عام وګړو او سول سوسائټۍ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بلها قربانۍ وركړې دي٬ كومې چې پاكستان او نړيوال امن لپاره دي٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې زمونږ معيشت ته د اربونو ډالره زيان رسېدلے او مونږ تر اوسه د ترهګرو د “فتنه الخوارج” مقابله كوٶ۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان تل د ترهګرو ډلو او ترهګرو په ضد كاروائۍ كړي٬ مونږ هره ورځ دا بنيادي ذمه وارۍ پالو٬ د خېبر پښتونخوا او په بلوچستان كښې صورتحال او په دې وروستيو كښې د جعفر ايکسپريس پېښه د ټولو په وړاندې ده ۔ ده ووئيل په جعفر ايکسپريس پېښه كښې بې ګناه وګړي يرغمال كړي شوي٬ زمونږ امنيتي ځواكونو د دغه ترهګرو په مړانه مقابله كړې۔ ده وئيل په جعفر ايکسپريس پېښه ګردې نړۍ غندنه كړې خو زمونږ ختيز ګاٶنډي هېواد د جعفر ايکسپريس پېښې غندنه ولې نه ده كړې؟ ده پوښتنه وكړه چې داسې ولې كېږي چې كله پاكستان كښې د ترهګرۍ يا د ترهګرو مقابله كېږي٬ زمونږ بې ګناه وګړي او د پوځ چارواكي او ځوانان شهيدان كېړي نو زمونږ ختيز ګاٶنډې په دې پېښو خوشحالۍ كوي٬ د دې په شا كوم سبب دے؟ ده ووئيل هند خپله په رياستي كچه په ترهګرۍ كښې ككړ دے٬ كه مونږ کلبھوشن ياديو نه وې نيولې نو دا حقيقت كېدې شي چې په منظر عام نه وې راغلے ٬ کلبھوشن ياديو د هندي نيوي افسر ٶ او په پاكستان كښې په جاسوسۍ او د ترهګرۍ د هلو ځلو پشمول ترهګرو ته د پناه وركولو او د دوي په مرسته كولو كښې ملوث ٶ۔ ده ووئيل ترهګرو ته زمونږ ختيزې پولې څخه فنډنګ٬ وسله او ګوله بارود ترلاسه كېږي هم دا سبب دې چې كله ترهګر بريد كوي٬ د جعفر ايکسپريس په ډول د ترهګرۍ وارداتونه كېږي نو زمونږ ختيز ګاٶنډې د دې كاروائيو غندنه نه كوي او په دې پېښو د تشويش د څرګندونه حوصله ههم نه لري۔ ده ووئيل د هند د رياستي ترهګرۍ له مخې په كانادا او د امريكا پشمول ګرده نړۍ كښې سكھ مشران قتلېږي٬ يو رياست چې په ګرده نړۍ كښې په اقليتونو ظلمونه كوياو د دوي په قتل كښې ملوث دے٬ د سکھ مشرانو په قتل كښې د هندي حكومت د ملوث كېدو شواهد نورو هېوادونو وركړي۔ ده ووئيل هند په ګرده نړۍ كښې د ترهګرۍ په پېښو كښې ككړ دے٬ په پاكستان كښې د ترهګرۍ په پېښو كښې هم د هند د ملوث كېدو ناقابل ترديد ثبوت موجود دي٬ د پهلګام پېښې په اړه ده ووئيل چې د پهلګام پېښه د پاكستان په لوېديزو سيمو كښې د ترهګرو په ضد ترلاسه كاميابو څخه پام اخوا كولو هڅه معلومېږي٬ په هره دوېمه ورځ تاسو د كامياب عملياتو خبرونه اورۍ٬ زمونږ وسله والو ځواكونو د ترهګرو په ضد بلها كاميابۍ ترلاسه كړي دي٬ د پهلګام پېښه دې كاميابو څخه د پام اخوا كولو هڅه كېدې شي۔ د پهلګام سيمه زمونږ پولې څخه 150 كلوميټره نه زياته لرې ده٬ بيا د دې تور په پاكستان ولې؟ ايا هند د باور وړ كوم شواهد لري ؟ آيا داسې موقف شته كوم شواهدو څخه ثابت وي؟ ده ووئيل د پهلګام پېښې نه لس دقيقې وروسته ايف آئي آر درج كړې شوے كوم چې د دې خبرې ثبوت دے چې دا سازش د وړاندنه نه تيار كړې شوې ٶ۔ ده ووئيل پاکستان يو ذمه وار او سوله ايز هېواد دے٬ مونږ خپلو ګاٶنډيانو سره ښې اړيكې لرو٬ مونږ به نړيوال امن لپاره خپل كردار لوبوٶ٬ په لندن كښې د پاکستان په سفارت د بريد ذكر كولو سره وفاقي وزير ووېيل په سفارت بريد كول د هند د انتهاء پسندانه سوچ عکاسي كوي۔ وفاقي وزير ووئيل ووئيل چې پاکستان به د هر ډول مس ايډونچر بشپړه ځواب وركوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير عطاء تارړ ووئيل د موجوده صورتحال په تناظر كښې په سفارتي محاذ خبرې اترې شوې، نائب وزيراعظم د دوست هېوادونو مشرانو سره رابطے كړے دي٬ زمونږ دوست هېوادونو سره ښې اړيكې دي۔ ده ووئيل هند په عجلت كښې په پاکستان تور ولګاٶ۔ د يوې پوحتنې په ځواب ده ووئيل کلبھوشن ياديو د پاکستان په حراست كښې دې٬ كوم چې د هندي نيوي افسر ٶ۔ ده ووئيل په پاکستان كښې د ترهګرۍ په يو شمېر پېښو كښې د هند د ملوث كېدو ناقابل ترديد شواهد موجود دي۔ ده ووئيل هند د فالس فليګ آپريشن نه سمدستي وروسته په پاكستان تور ولګاٶ او هېڅ تحقيقات ئې نه دي كري٬ په قانوني توګه د پهلګام پېښې په تعقيب كښې هند سندھ طاس لوظنامه د معطل كولو ناكامه هڅې كړے ده۔ د يوې پوښتې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د ترهګرۍ په اړه د پاکستان هڅې په نړيواله كچه تسليم شوے دي۔ ده ووئيل پهلګام په ډرامه هند ته د چا ملاتړ ترلاسه نه دے او پاكستان د ذمه وارۍ څرګندونه كولو سره د پهلګام پېښه كښې د غير جانبدارانه تحقيقاتو وړاندېز كړے دے