
اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) د اووسيز پاكستانينز وزارت وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن په ويټيكن سټي كښې د امريكا پخواني صدر جوبائيډن سره ليدلي او د پاكستان او امريكې ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو په لا قوي كولو ئې د خيالاتو څرګندونه كړې۔ دا خبره د اووسيز پاكستانيز وزارت لخوا په جاري خبر پاڼه كښې شوې۔ په دې موقع د اړوند چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې مهال دواړو مشرانو په امريكا كښې پاكستانيانو ته د روزګار د موقعو په وركولو هم زور رواړو۔ د دې نه علاوه چوهدري سالك حسېن د متحده عرب امارات، روسيه، ماليزيا او سنګاپور وزيرانو سره هم ليدلي۔