سپيكر اياز صادق د 15 خوارجي ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړے

اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په خېبر پښتونخوا كښې په بېلا بېلو كاروائيو كښې د 15 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو ستائنه كولو سره شهيد لانس نائيك عثمان محمد او شهيد سپاهي عمران خان ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي٬ په دې موقع ده ووئيل چې قام د امنيتي ځواكونو لازوال قربانۍ به هېڅ كله هېرې نه كړي۔ ده د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنو كورنيو سره د يوالي څرګندونه هم وكړه۔ دا خبره د قامي اسمبلۍ سيكټرېټرټ لخوا په جاري بيان كښې شوې