
اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ايران صدر مسعود پيزشكيان سره ټيليفوني تماس نيولو سره د بندرعباس په پېښه كښې په قمتي ځاني زيان د پاكستان حكومت او اولس لخوا د ايران صدر او اولس سره د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې۔ تېره ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د حق رسېدليو كورنيو سره د يوالي څرګندونه كولو سره د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا كولو سره ووئيل چې پاكستان د غم په دې ګهړۍ كښې ايران سره ولاړ دے او هر ډول ممكنه مرسته له چمتو دے۔ د ټيليفونك خبرو په مهال دواړو مشرانو په اوسني پېشرفت د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د پهلګام پېښې په پس منظر كښې د هند په پاروٶنكو كاروائيوع د پاكستان د موقف نه صدر خبرولو سره واضحح كړه چې پاكستان په منطقه كښې امن غواري۔ په دې موقع صدر مسعود پيزشكيان د بندرعباس په پېښه د يووالي په څرګندونه د وزيراعظم شهباز شريف مننه وكړه او په منتقه كښې امن لپاره ئې د پاكستان د هلو ځلو ستائنه وكړه ۔ د خبرو په مهال صدر پيزشكيان وزيراعظم شهباز شريف ته د تهران دورې بلنه وركړه٬ په دې وزيراعظم د ايران صدر ته د پاكستان دورې د بلنې پخلے وكړو