صدر مملكت اصف علي زرداري د فتنته الخوارج ترهګرو په ضد په كاميابو كاروائيو د امنيتي ځواكونو ستائنه وكړه

اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) صدر مملكت اصف علي زرداري په خېبر پښتونخوا كښې د فتنته الخوارج ترهګرو په صد په درې بېلا بېلو كامياب كاروائيو د امنيتي ځواكونو ستائنه كړي او د دې كاروائيو په مهال د 15 خوارجي ترهګرو په وژنه ئې امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د صدر هاٶس پريس ونګ لخوا تېره ورځ د جاري بيان له مخې ده په شمالي وزيرستان كښې شهيد شوي لانس نائيك عثمان مومند او سپاهي عمران خان ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ صدر د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے٬ ده ووئيل چې د پاك پوځ شهيدانو ته سلام وړاندې كوٶ٬ هېواد څخه د هر ډول ترهګرۍ د خاتمې عزم لرو