سينيټر اسحاق ډار د چين خارجه وزير وانګ يي سره ټېلي فوني تماس

اسلام آباد27 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د چين د سي پي سي مركزي د كميټۍ د سياسي بيورو غړي او خارجه وزير وانګ يي سره د ټېلي فوني تماس د لارې خبرې اترې كړې دي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د اتوار په ورځ د جاري اعلاميه له مخې اسحاق ډار د چين خارجه وزير وانګ يي د موجوه سيمه ايز صورتحال د تفصيلاتو نه خبر كړو۔ ده د هند لخوا د يو اړخيزه او غېر قانوني اقداماتو سره سره د پاكستان په ضد بې بنسټه تورونه په سپينو ټكو مسترد كړي٬ نائب وزيراعظم د چين د پرله پسې او په غېر متزلزل حمايت مننه كولو سره پاك چين دوستي او د سدا بهار ستراتېژك كوآپريټو پارټنرشپ مشتركه وژن لپاره د پاكستان د مستحكم عزم پخلے وكړو۔ ده په ټولو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو لپاره د پاكستان په عزم زور راوړو٬ دواړو ډلو سيمه ايز امن او استحكام په ځائ ساتلو، شريك احترام او افهام و تفهيم ته وده وركولو او د يو اړخيزه او د تسلط پسندانه پاليسو مشتركه مخالفت كولو لپاره د خپل پوخ عزم پخلے هم وكړو۔ دوي په منطقه كښې او د دې نه بهر امن٬ سلامتيا او د تل پاتي پرمختګ خپل مشتركه وژن ته وده وركولو لپاره په هره كچه نزدې رابطه په ځائ ساتلو لپاره هم سلا وكړه۔