
اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د خزانې د وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب په مشرۍ كښې د كاركردګۍ مېنجمنټ سسټم لپاره د وزيراعظم د جوړې كړې شوې كمېټۍ وړومبۍ ورچوئل غونډه شوې۔ د خزانې وزارت لخوا د جاري بيان له مخې دا كمېټي د وفاقي حكومت د كاركردګي مينجمنټ سسټم ښه كولو لپاره جوړه كړې شوې ده۔ په غونډه كښې د كمېټۍ غړو پشمول وفاقي وزيرانو سردار اويس احمد خان لغاري، ډاكټر مصدق مسعود ملك، علي پرويز ملك، صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان، د اېف بي آر چيئرمېن، آډيټر جنرل آف پاكستان او وفاقي سيكرټريز ګډون كړې۔ په غونده كښې كمېټۍ ته په سپارلې شوې كارونو او ذمه وارو تفصيلي خبرې اترې وشوې۔ غړو د وفاقي حكومت د كاركردګي مينجمنټ سسټم په اړه د خپلو خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د كمېټۍ مشر د غړو د تجويزونو ستائنه كولو سره په راتلونكې ورځو كښې نور مشاورت جاري ساتلو او په ټاكلے وخت كښې وزيراعظم ته حتمي سفارشات وړاندې كولو پرېكړه وكړه