د خزانې وفاقي وزير په انټرنيشنل مانيټري فنډ پينل مباحثه كښې ګډون

APP03-260425 WASHINGTON D.C: April 26 - Federal Minister for Finance and Revenue Senator Muhammad Aurangzeb participating in a panel discussion at the IMF on "Navigating an Uncertain World”. APP/ABB

واشنګټن 26 اپرېل (اے پي پي) خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب د انټرنيشنل مانيټري فنډ (آئي اېم اېف) په پينل مباحثه كښې ګډون كړې چې موضوع ئې “Navigating an Uncertain World” وه۔ دا خبره د خزانې وزارت لخوا په جاري اعلاميه كښې شوې ده۔ په دې موقع ده په نړيوال غېر يقيني صورتحال او په بېلا بېلو هېوادونو د دې د اثراتو په تناظر كښې د سيمه ايز تجارت د ودې په اهميت زور راوړو۔ ده د څانګو او ماركيټونو د تنوع په ضرورت هم رڼا واچوله او د معيشت ډھانچه ئې د درآمدي متبادل (import substitution) څخه د برآمدي ترقۍ (export-led growth) پلو د منتقل كولو په ضرورت زور راوړو۔ د خزانې وزير ووئيل چې انفارميشن ټيکنالوجۍ څانګه په حقيقي توګه ګيم چينجر دے او ده په ټولو ادارو كښې د آئي ټي سسټم د انضمام په ضرورت زور راوړو