
لاهور 26 اپرېل (اے پي پي) داخله وزير محسن نقوي وئيلي دي چې د پاکستان امنيتي ځواكونه د هېواد د تحفظ عزم لري٬ د پهلګام پېښې سپېځلې پلټنو مرستې له چمتو يو، د کالعدم بي اېل اے عهدېدار چا سره ملاقاتونه كوي دا مونږ ته معلومه ده٬ د كشمير كشالې په اړه د پاكستان موقف واضح دے٬ د پاکستان معاشي پرمختګ د هند نه نه هضمېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال كړې۔ محسن نقوي ووئيل د حكومت د مثبت پاليسو په سبب پاكستان د پرمختګ په لور روان شوې دے، معيشت كښې استحکام دے ، هند د پاکستان پرمختګ نشي همضمولې، د هند لخوا په پهلګام كښې د ترهګرۍ ناسمه ډرامه كول پاكستان لپاره زيان او هند لپاره ګټوره ده٬ دا ډرامه هند ھغه مهال وكړه كله چې يو غېر ملكي شخصيت د هند په دوره وه۔ ده ووئيل پاكستان يو سوله ايز هېواد دے او په نړۍ كښې چې هر چرته د ترهګرۍ پېښه وشي مونږ ئې بشپره غندنه كوٶ٬ كه د پهلګام د پېښې په سبب په پاكستان د فشار اچولو هڅې كېږي نو د پاكستان هر زلمے او ماشوم به تر آخري دمه جنګ كوي۔ محسن نقوي ووئيل ټول قام او امنيتي ځواكونه د هېواد تحفظ لپاره چمتو دي، كه هند د سندھ طاس تړون خلاف ورزي كوي او د پاكستان د دريابونو د اوبو بندولو سازش كوي نو پاكستان د دې په ځواب كښې جنګ لپاره چمتو دے٬ مونږ جنګيالے او تورزن قام يو٬ پاكستان يو سوله ايز هېواد دې چا سره د جنګ يا د منطقې د حالاتو خرابولو هڅې به نه كوي۔ ده ووئيل د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې دې د كشمير مسئله حل كړے شي٬ پاکستان به په دې مسئله د خپل موقف نه كله هم په شا لاړ نشي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پهلګام د پېښې ځائ څخه د پوليسو تهاڼه په 4.5 كلوميړه ده چې پكښې دوه كلوميټره سړك نشته٬ د پېښې نه څو دقيقې وروسته په تهاڼه كښې د دې اېف آئي ار درج كړې شو٬ د کالعدم بي اېل اے عهدېدار چا سره ملاقاتونه كوي دا مونږ ته معلومه ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان نه جنګ غواړي او نه د ترهګرو مرسته كوي٬ مونږ يوازې د پېښې سپېځلې تحقيقات غواړو٬ دغسې چې خبره سپينه شي۔