نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار او د ترکيه د خارجه وزير ترمېنځه ټېلي فوني تماس

اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار او د ترکيه د خارجه وزير ترمېنځه د ټېلي فوني تماس په مهال د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې خارجه وزير اسحاق ډار د ترکيه خارجه وزير حقان فيدان سره ټېلي فوني خبرې اترې كړې دي٬ په دې موقع وفاقي وزير د هند د بې بنسټه٬ يو اړخيزه اقداماتو او د ناسمې پروپېګنډے په ځواب كښې د قامي سلامتي كونسل كمېټۍ لخوا د شوې پرېكړو په اړه د تركيه خپل همڅنګ خبر كړو٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولۍ٬ د ژورو او تاريخي اړيكو ستائنه كولو سره اسحاق ډار د ترکيه لخوا په هر فورم د پاکستان په مسلسل حمايت مننه وكړه۔ دواړو مشرانو په موجوده سيمه ايز صورتحال مشاورت او نزدې رابطې جاري ساتلو لپاره سلا وكړه۔