د اسرائيلي مظلمونو په ضد د هړتال كال كامياب٬ د هند لخوا كه جارحيت وشو نو ټول قام به بشپړه درعمل وړاندې كوي۔ حافظ نعيم الرحمن

لاهور 26 اپرېل (اے پي پي) د جماعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمن وئيلي دي چې د اسرائيلي مظلمونو په ضد د هړتال كال كامياب شوې٬ هند عملاً د جنګ اعلان كړے دے٬ كه د هند لخوا كوم ډول جارحيت وشو نو ټول قام او پوځ به بشپړه ردعمل وړاندې كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په منصوره كښې د پرېس کنفرنس په مهال كړې۔ حافظ نعيم الرحمن ووئيل غزه د ايمان د غيرت معامله ده٬ په غزه كښې بربريت نړۍ هم تسليم كړے دے٬ اسرائيل په غزه كښې نسل كسي كوي٬ د تېرې يوې پېړۍ (صدۍ) راهسې فلسطينيان د كورنو نه بې كوره كولې كېږي او قتلېږي٬ دا سلسله دا مهال بام ته رسېدلے ده۔ حافظ نعيم الرحمن ووئيل د بده مرغه كوم قوتونه چې د انسانيت خبرې كوي هم هغٶي د فلسطينيانو په ځائ اسرائيل سره ولاړ دي او فلسطينيان د نړيوال قوانينو له مخې مقاٶمت كوي۔ د جماعت اسلامي امير ووئيل د بلوچستان اولس هم په هړتال كښې شامل دي٬ د پاكستان اولس د ټول صورتحال مشاهده كوي٬ هړتال ثابت كړه چې ټول قام د اسرائيل په ضد دے۔ حافظ نعيم الرحمن ووئيل په نړۍ كښې چې د ترهګرۍ څومره قسمونه دي په ھغې كښې هند او اسرائيل شامل دي، دا مهال د اسرائيل يو پلاوې هم هند ته رسېدلے دے دوي په ګډه انسانيت دښمني كوي٬ په داسې صورتحال كښې به قام له يو موټې كېدو سره مقابله كول وي۔ د جماعت اسلامي امير ووئيل هند كله هم د ملګرو ملتونو په قراردادونو عمل نه دے كړے٬ هند د كشمير خاص حېثيت هم ختم كړے دے او هلته د يو لك نه زيات كشميريان شهيدان شوې دي خو څوك هم ذمه وارۍ اخستو له چمتو نه دي، په داسې وضعه كښې مونږ له په جار د كشميريانو ملګرتيا پكار ده٬ په كشمير كښې لس لكه پوځ تعينات دے او ھغوي هلته ظلمونه كوي۔ حافظ نعيم الرحمن وئيل هند هر څو مياشتې پس ډرامه كوي٬ هند خپل د پهلګام پېښه وكړه او سېلانيان ئې ووژل بيا ئې مقدمه درجه كړه خو د هند دا ډرامه هم ناكامه شوې ده۔ د جماعت اسلامي امير ووئيل چې دا مهال چې د امريكا نائب صدر هند ته راغلو نو مودي سركار همدردي ترلاسه كولو لپاره دا ډرامه وكړه خو هند د وړاندې غوندې بيا اېكسپوز شو۔ د جماعت اسلامي امير ووئيل هند د پاكستان په ضد څه نه څه كوي٬ اوس ئې د سندھ طاس د لوظمانې ماتولو اعلان كړے دے٬ دا د هند ډرامه ده٬ چې لوظنامه ختمول وي نو حتمي پرېكړه به دواړه ډلې كوي يوازې هند هېڅ نشي كولې۔ ده زياته كړه چې په هند كښې د مسلمانانو او سكهانو پشمول د ټولو اقليتونو حالت خراب دے، هم دا سبب دے چې په آسام، ناګا لينډ او د هماچل پرديش پشمول نور رياستونه هم د هند نه ځان خلاصول غواړي