
اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د انرژۍ وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري وئيلي دي چې هند د اوبو غلا كول غواړي٬ پاكستان د اوبو د هر څاڅكي حفاظت كوي۔ ده دا خبرې په ملتان كښې د مسلم ليګ( ن) ډويژن په اهتمام كښې جلسے ته خپلې وېنا كښې كړې۔ ده ووئيل هره ورځ د دښمنانو په ضد نوې جنګ كول وي۔ ده ووېيل مودي د نظريه پاكستان په ضد سازشونه كوي٬ هند د اوبو غلا كول غواړي٬ پاكستان د اوبو د هر څاڅكي حفاظت كوي۔ ده ووېيل هند كښې اقلتيونه غېر محفوظ دي۔ اويس لغاري ووئيل د برېښنا په بيعه كښې واضح كمي سره اولس ته د 160 اربه روپو ريليف ترلاسه دے٬ اوس به مصرف كوٶنكي خپله ريډنګ اخستې شي٬ موبائل څخه به د ميټر عكس رالېږلو سره بل جوړېږي۔ ده ووېيل ټول قام خپل پوځ سره ولاړ