
کاکول 26 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان لخوا د هر ډول ترهګرۍ د غندنې پخلي كولو سره ووئيل چې پاکستان د يو ذمه وار هېواد په توګه د پهلګام پېښې د هر “ډول غير جانبدارانه، سپېځلې او د باور وړ په تحقيقاتو” كښې ګډون لپاره چمتو دے٬ اوبه زمونږ د اولس لائف لائن دے، د پاکستان د اوبو د جريان لاره نيولو كه چا هم هڅه وكړه نو بشپړه طاقت سره به ځواب وركولې شي٬ امن زمونږ ترجيح ده خو دا دې زمونږ كمزوري ونه ګڼلې شي٬ مونږ به د خپل هېواد په عزت او سلامتيا هېڅ كله سمجهوته نه كوٶ۔ په پاکستان ملټري اکيډمي كښې د کيډټس پاسنګ آؤټ پريډ ته د خالي په ورځ د وېنا په مهال وزيراعظم شهباز شريف ووئيل په ختيزه پوله زمونږ هېواد د پهلګام په اوسنۍ پېښه كښې د بهروسے وړ تحقيقاتو يا د تصديق وړ شواهدو نه غېر استحصال٬ بې بنسټه او د ناسم تورونو لګولو خپله رويه جاري ساتلے ده كوم چې د دوي د دائيمي تورونو لګولو يو بل مثال دے، د كومې لاره نيول چې ضروري ده۔ د سندھ طاس تړون معطل كولو د هند د اعلان په اړه وزيراعظم ووئيل اوبه د پاكستان يو اهم قامي مفاد دے او زمونږ د 240 ملين اولس لائف لائن هم دے۔ ده ووئيل چې په دې كښې هېڅ شك نشته چې د اوبو شتون به په هر قېمت او حالاتو كښې خوندې ساتلے شي، د سندھ طاس لوظنامې له مخئ د پاكستان د اوبو د جريان لاره نيول٬ كمول او د دې مخ اړولو د هرې هڅې به بشپړه طاقت سره ځواب وركولې شي او په دې لړ كښې چا له هم په هر ډول ناسم تاثر او الجهن كښې اوسېدل پكار نه دي۔ د دې نه وړاندې وزيراعظم د پريډ معائنه وكړه او په بهترين كېډټس كښې ئې انعامونه هم تقسيم كړل۔ په دستوره كښې د دفاع وزير خواجه محمد آصف، د اطلاعات او خپرو وفاقيو زير عطاء تارړ، د پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير، عسکري قيادت، د سفارتي کور غړٶ او د کيډټس مور پلار هم ګدون كړې