افغانستان سره د دوستۍ اړيكو ودې لپاره نائب وزيراعظم اسحق ډار د كابل مهمه دوره كړې۔ د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان وئيلي دي افغانستان سره د دوستۍ اړيكو ودې لپاره نائب وزيراعظم اسحق ډار د كابل مهمه دوره كړې او د قوي سياسي روابطو په اړه په يو شمېر چارو سلاح يوه شوې۔ د جمعې په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال شفقت علي خان ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د هاټ لائن رابطو په جوړولو هم پېشرفت شوے دے۔ په تېره اوونۍ كښې د سفاري هلو ځلو په اړه وياند د وزيراعظم شهباز شريف د ترکيه د دورې ذكر وكړو چرته وزيراعظم د تركيه صدر رجب طيب ارودان سره په دوه اړخيزه اړيكو او د منطقې په اوسني صورتحال تفصيلي خبرې شوې دي۔ د دې نه علاوه وياند د 20 نه تر 21 اپرېل د يو اے اي د نائب وزيراعظم او خارجه وزير شېخ عبداللہ بن زيد النهيان د پاکستان دورې ذكر هم وكړو چې پكښې ګران مېلمه وزيراعظم شهباز شريف او نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار سره ملاقاتونه شوي او په دې موقع د كلتوري مرستې٬ قونصلر چارو او د مشتركه كمېټئ جوړولو سره سره د دواړو هېوادونو د مشتركه بزنس کونسل جوړولو په ياددښتونو لاسليك شوي۔ دغسې د روانډا د خارجه وزير اوليور ندُهنګيريهي د دورې په موقع د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سفارتي تربيې په اړه هم په يو مفاهمتي ياددښت لاسليك شوے۔ وياند د پرېس كنفرنس په پاے كښې د پوپ فرانسس په مړينه د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل ھغوي يو “مقدس روحاني شخصيت او په ګرده نړۍ كښې د امن، بين المذاهب مکالمې او د همدردۍ علمبردار” په توګه به ياد ساتو چا چې د نړۍ مذهبونو كښې اتحاد، د مظلومانو مرستې او د انساني عظمت ودې لپاره ناقابلِ ترديد خدمات ترسره كړې دي