د پاكستانو بنديوانو په اړه به هند خپلې نړيوالې او د بشري حقونو تقاضې ترسره كوي او د بنديوانو به مناسب پالنه كوي۔ د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان

اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان وئيلي دي د پاكستانو بنديوانو په اړه به هند خپلې نړيوالې او د بشري حقونو تقاضې ترسره كوي او د بنديوانو به مناسب پالنه كوي۔ د جمعې په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال شفقت علي خان ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكې د قانوني لوظنامو په ځېنې شقونو جوړې دي خو كه يو هېواد د هر ډول اړيكو٬ مذهبي مكالمې يا په رابطو كښې خوښںي نه لري نو مونږ هم د ټولو ضروري اقدامات حق خوندي لرو