
اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان وئيلي دي پاكستان به د خپل سيمه ايز سالميت او خپلواكۍ دفاع لپاره هر ډول ممكن اقدام كوي٬ ځكه چې سندھ طاس لوظنامه د پاکستان د 24 کروړ اولس بقاء لپاره د ژوند علامت دے او د دې حق تحفظ لپاره ټول قوانين او اقدامات موجود دي، دا لوظنامه د نړيوال قانون او دوه اړخيزه لوظنامو له مخې د اهميت وړ ده ۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان د اوونيز بريفنګ په مهال ووئيل د سندھ طاس لوظنامې په اړه هند ته هېڅ حق ترلاسه نه دے چې ھغه په يو اړخيزه توګه دا تړون معطل كړي۔ ده ووئيل د هند غېر قانوني او غېر ذمه واره اعلان بين الرياستي مرستې او د لوظنامو د مناسب عملدارۍ بنيادي ډھانچې په خطر كښې اچولې شي۔ وياند ووئيل پاکستان يو ذمه وار هېواد دے او د نړيوال قوانين او دوه اړخيزه لوظنامو له مخئ خپلې ذمه وارۍ په بشپړه توګه د ترسره كولو عزم لري خو دې لپاره د دواړو ډلو مرسته ضروري ده خو هند له داسې ماحول پېدا كول پكار نه دي چې په سبب ئې مونږ په سختو اقدامات كولو مجبور شوو۔ شفقت علي خان يو ځل بيا واضحه كړه چې پاکستان به د خپلې خود مختارۍ او د سيمه ايز سالميت تحفظ لپاره هر ډول ممكن اقدام كوي۔ ده زور راوړو چې سندھ طاس اوبه د پاکستان د 24 كروړه اولس بقاء لپاره د ژوند علامت دے او د دې شتووالے به په هر قېمت باوري كوٶ، د دې نه علاوه د اوبو په جريان كښې د هر ډول يو اړخيزه بدلون يا بندونه به د جنګ اعلان مترادف ګڼلے شي