د كم عمرۍ واده په اميدارو مېرمنو كښې د مرګ د ټولو نه لويې سبب دے٬ ډبليو ايچ او

جنيوا۔25 اپرېل (اے پي پي) د صحت ڼړيوالې ادارې (ډبليو ايچ او) وئېلې دي د كم عمرۍ واده په اميدارو مېرمنو كښې مرګ د ټولو نه لويې سبب دے لهذا د انجونو سكول ته لېږلو او د كم عمرۍ وادونو نه كولو سره د مېرمنو مرګونه تر ډېره حده كمېدے شي۔ د المان خپرونې ادارې ډي ډبليو تر مخه ڼړيوالې د صحت ادارې د جنسي و توليدي تحقيق څاڼكې ډائرېكټر ډاكټر پاسكل ايلوټے وئېلي دي په كم عمره انجونو د وخت نه وړاندې د حمل سنګين جسماني او نفسياتي اثرات مرتب كېږي ۔ دا په عامه توګه د مساوات نه لرلو په صورت څرګېدېږي كوم چې د انجونو په كورني و سماجي اړيكو او د ژوندون په تشكيل اغيز پرېباسي۔ د ډبليو ايچ او جاري راپور تر مخه د كم عمرۍ ودونو كمولو په حقله په ټوله نړۍ كښې ګتور پېشرفت شوے ۔ په 2021 كښې په هر 25 كښې يوې انجلۍ د 20 كالو نه وړاندې ماشوم زېږولے خو په 2001 كښې دغه شرح 15 وه ٬ خو اوس هم لا په دې لړ كښې ډېر كار كول دي۔ په ځينې هېوادونو كښې په هر 10 كښې يوه انجلۍ د 15 نا تر 19 كاله عمر كښې ماشومان زېږوي۔ راپور كښې وئېلې شوي د لږ او درميانه درجې آمد لرونكو هېوادونو كښې هر كال 2 كروړه 10 لاكهه نه زياتې بالغې انجونه اميدارې كېږي ۔ په دغه كښې 90 فيصد كوچنيانو زېږونه د داسې مېرمنو څخه كېږي د چا ودونه چې د 18 كالو نه په لږ عمر كښې شوي وي۔ د صحت ڼړيوالې ادارې د بالغانو د جنسي و توليدي صحت سائنسمدارې ډاكټر شېري بېسټين وئېلي دي د لږ عمر لرونكې انجونه په واده كولو د خپل ماشومتوب نه محرومه كېږي او دغه ودونه د دوي په روغتيا ناوړه اغيز پرېباسي۔