د پهلګام بريد د غندنې وړ ٬ د پیښې ذمه واري د هند امنيتي ناكامي ده٬ سېنېټر شېري رحمان

اسلام آباد۔ 25 اپرېل(اے پي پي) سېنېټر شېري رحمان د پهلګام بريد غندنه كولو سره وئېلي دي د دې پیښې ذمه واري د هند امنيتي ناكامي ده ٬ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې دې خپل خطاب كښې ووئېل د كوم ثبوت نه غېر په 5 منټه كښې په پاكستان تور لګول ډېر غېر ذمه واره عمل دے۔ دې ووئېل نن مونږ په ګډه يو قرارداد منظور كړے كوم چې د دې خبرې ثبوت دے چې پاكستانے قام د ترهه ګرۍ په ضد يوه خله دے٬ مونږ هند له په زړه پورې ځواب وركړے دے۔ دې ووئېل زمونږ ګوند د كشميري اولس سره ولاړ دے ٬ به شخړيز كشمير كښې چې كوم ظلمونه كېږي هغه د مودي حكومت د پالېسيو او د هندي جمهوريت حقيقي تصوير دے۔ شېري رحمان په دې خبره زور راوړو جې هند له د خپلو ناكامو ملبه په پاكستان د اچولو په ځائے د خپلو كورنيو مسائلو به سنجيدګۍ سره جاج اغستل پكار دي۔ دې د نړيوالې ورورولۍ نه غوښتنه وكړه چې په شخړيز كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو نوټس واخلي۔ دې د كشمير په اړه د پيپلز پارټي موقف واضحه كولو كښې ووئېل په شخړيز كشمير كښې روان ظلمونه د هند د تش د نامې جمهوريت نتيجه ده٬ كه په غزه كښې نسل كشي كېږي نو په كشمير كشې د هغې نه هم زيات ظلم كېږي ۔ دې ووئېل دې ايوان چې په واټر ټيررازم كوم موقف خپل كړے هغه بيخي سم دے ٬ هند د تېر كال نه سنده طاس لوظنامه غېر فعاله كولو منصوبه جوړه كړې او د يو كال نه يي د پي آئي سي (پاكستان انډس واټر كمېشن معطل كړے دے۔