
اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د حساس بيعو اشارې(سینسیټو پرائس انډیکس) كلنه شرح تر منفي 3.52 فيصد په كمېدو د اطمينان څرګندونې كولو سره وئېلي دي معاشي اشاريې هره تېرېدونكې ورځ ښه پلو روانې دي٬حكومت اولس ته د ښو معاشي اشارو ميوې منتقل كولو لپاره هڅې كوي۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيلد په 2024 كښې هم په دې مياشت كښې د حساس بيعو د اشارو شرح 26.94 فيصد وه كومې چې اپرېل 2025 كښې منفي 3.52 رېكارډ كړې شوې۔ده ووئيل معاشي اشاريې هره تېرېدونكې ورځ ښه پلو روانې دي٬ ده ووئېل حكومت هڅې كوي چې اولس ته د ښو معاشي اشارو ميوې ترلاسه شي۔دغسې وزيراعظم د حكومت د معاشي ډلې د هڅو ستائنه وكړه۔