
اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د كوئټې په سيمه كښې د مائن چاودنې غندنه كولو سره په چاودنه كښې د شهيدو شوو څلورو ايف سي ځوانانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔د جمعې په ورځ د غمرازۍ په خپل پېغام كښې ده د شهيدو شوو ايف سي ځوانانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه وكړه او د ژوبل شوو اهلكارو زر روغتيا لپاره يې دعا وكړه ۔سپيكر ووئيل د ايف سي مېړنو زامنو قربانۍ به بې ځايه نه ځي٬ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د ايف سي ځوانانو قربانۍ به له تل ياد ساتلې شي۔ده ووئيل شرخوښي عناصر په هېواد كښې د عدم استحكام پېدا كولو سازش كښې ككړ دي٬د هېواد امن ته زيان رسوونكي عناصر به پخپل ناوړه سازش كښې كامياب نه شي۔دغسې د قامي اسمبلۍ سپيكر د شهيدانو لوړو درجو او د غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔