پېښور 25 اپرېل (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيرعلٰی د مواصلات او تعميرات خاص مرستيال سهيل آفريدي په خاص هڅو د شهيد خبريال جبران خليل كورنۍ ته د پنځه لكه روپو د مرستې چيك جاري كړو۔په دې لړ كښې يو ملين روپۍ ابتدائي د وړاندې څخه جاري كړے شوې وې او پاتې څلور ملين روپۍ د خيبر ايډېشنل ډپټي كمشنر ارشاد خان او د سهيل آفريدي استازي د يوتھ لارښود شفيق آفريدي او د خېبر پرېس كلب خبريال وحيد الله آفريدي د شهيد كورنۍ ته وسپارلې ۔جبران خليل يو نر او همت لرونكے خبريال ؤ چا چې قلم د حق غږ ګرځولے ؤ او د رېښتيا لپاره د ځان په قربانۍ وركولو يې د صحافت وقار زيات كړو ۔