
اسلام آباد ۔25 اپرېل (اے پي پي) پاكستان سپر ليګ 10 كښې 16 مېچ د لاهور قلندرز او ملتان سلطانز ترمينځه سبا د خالي په ورځ كېږي ۔ د باكستان كركټ بورډ تر سېوري لاندې د پي اېس ايل خوندورې مقابلې روانې دي۔ د ليګ په 16 مېچ كښې به سبا د لاهور قلندرز او ملتان سلطان تر مينځه قزافي ستېډيم كښې سخته مقابله وي۔ مېچ به د شبې 8 بجې شروع كېږي او د فلډ لائټس په رڼا كښې به كولې شي۔ د لاهور قلندر ټورنمنټ كښې د څلور پوائنتس سره په درېم لمبر دے ٬ دغسې ملتان سلطانز تر اوسه 5 ميچونه كړي او يو مېچ يي ګټلے دے او په پوائنټس ټېبل تر ټولو وروستو دے۔