د شمالي غزه استوګن دې د كوم هم متوقع بريد نه وړاندې سيمه خالي كړي٬ اسرائيل

تل ابيب۔25 اپرېل (اے پي پي) اسرائيل وئېلي دي د شمالي غزه استوګن دې د كوم هم متوقع بريد نه وړاندې سيمه خالي كړي۔ العربيه د اسرائيل پوځ جاري بيان تر مخه ووئېل د شمالي غزه ټولو استوګنو ته په خاص توګه بېت حانون او د شيخ زېد ودانيو ته وئېلې شوي چې د كوم هم متوقع بريد نه وړاندې د سمې نه اوځي۔ د بيان تر مخه د اسرائيلي پوځ وېنا ده مونږ به د ځان خلاف په ټولو كارېدونكو سيمو لوي بريد كوو۔ واضحه دې وي اسرائيل د جنګ بندۍ لوظنامې په خلاف ورزۍ كولو د 18 مارچ نه په غزه پوځي بريدونه بيا پېل كړي وو په كومو كښې تر اوسه 1928 كسان شهيدان شوي دي۔