ملګري ملتونه 25 اپرېل (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوتريش پاکستان او هند ته غږ كړے چې د زيات تحمل څرګندونه وكړي او دا خبره باوري كړي چې په جمو و كشمير كښې د بريد نه وروستو صورتحال او پېشرفت نور خراب نشي۔ تېره ورځ په نيويارك كښې په رسمي بريفنګ كښې د يوې پوښتنې په ځواب د سيکرټري جنرل وياند سټيفن ډوجارك ووئيل سيکرټري جنرل د صورتحال د نزدې نه او په تشويش سره مشاهده كوي