سپيکر سردار اياز صادق د خپل پارلماني پلاوي سره عمره وكړه

مکه مکرمه 25 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د خپل پارلماني پلاوي سره عمره كړې۔ د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ له مخې پارلماني پلاوې په مدينه منوره كښې د پاتې كېدو نه وروستو مكې ته راغلل او دلته ئې عمره وكړه۔ په دې موقع سردار اياز صادق او نورو پارلماني غړو د خوږ هېواد ترقۍ، استحکام او خوشحالۍ، د اسلامي نړۍ اتحاد او د کشمير او فلسطين مظلومانو لپاره خاص دعاګانې وغوښتې