وفاقي وزير سېنېټر اورنګزيب د پاكستان بينک۔فنډ سټاف ايسوسي ايشن سره وليدل

واشنګټن 25 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب د پاکستان بېنك-فنډ سټاف ايسوسي ايشن (پي بي اېس اېف اے) غړو سره ليدلي دي ۔ په دې موقع د خزانې وزير دوي د هېواد د معاشي اشارو د بهترۍ نه خبر كړل۔ د خزانې وزارت لخوا د جاري اعلاميه له مخې په ملاقات كښې وفاقي وزير ووئيل پاکستان د ايکسټينډډ فنډ فيسلټي (EFF) له مخئ په وړومبني جاج د سټاف لېول لوظنامه كړې او د ريزيلينس اينډ سسټين ايبلټي فسيلټي (RSF) له مخئ د نوي اتنظام پرېكړه هم شوې ده۔ د خزانې وزير د ورلډ بينک بورډ لخوا پاكستان لپاره د 10 كلنه کنټري پارټنرشپ فريم ورك (CPF) په منظورۍ هم رڼا واچوله چې پكښې د آبادۍ او د ماحولياتي بدلون په ډول مهمو چېلنجونو پلو پام ګرځولے شوے۔ ده په دې خبره زور راوړو چې حكومت د ساختي اصلاحات ايجنډې نافذ كولو بشپړ عزم لري۔ د دې ملاقات په آخر كښې د پوښتنو او ځواب سېشن وشو او د خزانې وزير د بېلا بېلو پوښتنو ځوابونه وركړل